دويچه ويله ستاسو له پاره د کار ژبه آلماني ټاکلې ده
Wrong language? Change it here.

سيمه

په امریکا کې د ایبولا لومړۍ پیښه رامنځ ته شوه

Imageامریکايي روغتیایي چارواکو یوه بیانیه خپره کړې ده چې په کې تایید شوې ده چې په امریکا کې د ایبولا لومړۍ پیښه رامنځ شوې. روغتیایي کارکوونکي وایي چې د پیښې په کنترولو به وتوانیږي.

آلمان او نړۍ

د چین په ملي ورځ هم په هانگ کانگ کې مظاهرې دوام لري

Imageد هانگ کانگ د دیموکراسۍ غورځنگ په چین کې د عمومي رخصتۍ په ورځ د ډله ییزو مظاهرو له ترسره کولو سره غواړي د آزادو ټاکنو له پاره پر خپلې غوښتنې باندې ټینگار وکړي. گڼ شمیر پولیس د تیارسۍ په حال کې دي.

افغانستان

پارلمان: امنیتي تړون باید ثبات راولي

Imageولسي جرگې د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون تر لاسلیکیدو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د سولې د راتلو غوښتنه وکړه. یو شمیر استازو د امریکايي سرتیرو له قضایي مصوونیت سره مخالفت وکړ.

افغانستان

پاکستاني کډوالو په خوست کې د گوزڼ گواښ ډیر کړی

له وزیرستان څخه خوست ولایت ته راغلو کډوالو له ځان سره د پولیو ناروغۍ هم راوړې ده. د خوست د عامې روغتیا د چارواکو په خبره تر اوسه پورې په دې ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ درې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

افغانستان

په کابل کې دوو ځانمرگو بریدونو شپږ تنه ووژل

د رپوټونو له مخې په کابل کې طالب یاغیانو دوه ځانمرگي بریدونه کړي دي چې لږ تر لږه شپږ تنه ېې وژلي دي. دغه دوه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې نوي افغان حکومت له واشنگټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

افغانستان

اوباما: د امنيتي تړون لاسليکېدل «تاريخي» پرمختگ دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ د کابل او واشنگټن تر منځ د «تاریخي» امنیتي تړون د لاسلیکیدو هرکلی وکړ. د دې تړون له مخې به شاوخوا ۱۰۰۰۰ امریکایي عسکر تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.

افغانستان

افغانستان له امریکا او ناټو سره تړونونه لاسليک کړل

افغانستان د سه شنبې په ورځ له امریکا متحدو ایالاتو او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل. دغه تړونونه د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ملي امنیت سلاکار، په کابل کي د امریکا سفیر او د ناټو ملکي استازي تر منځ لاسلیک شول.

Livestream